پېښور (شال نیوز) : په پېښور کي د بېلابېلو مذهبونو ځوانانو د مذهبي همغږۍ او یو بل ته د درناوي د ودې لپاره د ښار له تاریخي عبادت ځایونو لیدنه کړې او وروسته یې په یوه غونډه کي د مذهبي زغم او ګډ ژوند پر اهمیت خبرې کړې دي.

 

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو چارو ادارې په همکارۍ د ورثه اېکسپلوررز په نوم تنظیم دغه پروګرام جوړ کړی و چې پکي د مسلمانانو، هندوانو، سېکانو او عیسویانو استازو ګډون کړی و.

 

د تنظیموونکو په وینا، ګډونوالو لومړی د پېښور له تاریخي مهابت خان جومات، بهايي بېبا سنګ ګوردوارې، سېنټ جانز کلیسا او کالي باړي مندر څخه لیدنه وکړه او د دغو عبادت ځایونو د تاریخ او مذهبي اهمیت په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

 

له دې وروسته د خېبر پښتونخوا د ځوانانو چارو په اداره کي د مذهبي همغږۍ په اړه غونډه وشوه چې پکي د مسلمانانو په استازیتوب شوال زاهد، د هندوانو په استازیتوب سبهاش چندر، د سېکانو په استازیتوب کارتک سنګ او د عیسویانو په استازیتوب الېګزېنډر محبوب خبرې وکړې.

 

د غونډې مشري د ورثه اېکسپلوررز بنسټګر فواد احمد کوله. ګډونوالو په خپلو خبرو کي د یو بل د مذهبي عقایدو د درناوي، زغم او په ټولنه کي د سوله ییز ګډ ژوند پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو چارو ادارې ډپټي ډایرېکټر زبیر خټک د غونډې مشر مېلمه او د پېښور ضلعي یوت افسر عثمان خان ځانګړی مېلمه و. دواړو چارواکو د بېلابېلو مذهبونو د ځوانانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دا ډول پروګرامونو جوړول مهم وبلل.

 

د غونډې په پای کي ګډونوالو، ویناوالو او تنظیموونکو ته ستاینلیکونه او یادګاري شیلډونه ورکړل شول. تنظیموونکي وايي، د دغه پروګرام موخه دا وه چې ځوانانو ته دا پیغام ورسوي چې د مذهبي عقایدو له توپیرونو سره سره ټول خلک د یوې ټولنې غړي دي او د یو بل درناوی او ګډ ژوند د ټولنې د امن لپاره مهم دی. د پروګرام لپاره «بېلابېل مذهبونه، ګډ انسانیت، پیاوړی پاکستان» شعار ټاکل شوی و.