سمنګان / جوزجان (شال نیوز) : په سمنګان او جوزجان ولایتونو کې د تېرو دوو ورځو پر مهال درې ترافیکي پېښې شوې، چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د سمنګان امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. بل لور ته، د جوزجان امنیه قومانداني وايي، نن سهار په یوه ترافیکي پېښه کې ۵۵ کلنه ښځه وژل شوې ده.
دواړه سرچینې د پېښو لامل بېاحتیاطي بولي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په غزني کې هم د کابل ـ کندهار پر لویه لار یوې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل او ۲ نور یې ټپیان کړل.


شال نیوز