اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش سره په کتنه کي ویلي، پاکستان لا هم د هغو وسله والو ډلو له بریدونو سره مخ دی چې د ده په وینا، د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

 

زرداري ویلي، اسلام‌اباد له پاکستان سره د جګړې کوونکو وسله والو ډلو د بهرني ملاتړ په اړه شواهد له اړوندو لورو سره شریک کړي دي.

 

هغه ویلي، پاکستان د وسله والو پر ضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کي یې پراخې قربانۍ ورکړې دي. د هغه په وینا، د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا بل کوم هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

 

زرداري زیاته کړې چې پاکستان د خبرو او سیمه‌ییزې همکارۍ ملاتړ کوي، خو د نړیوال قانون له مخې به د خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي.

 

د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې وايي چې تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې وسله والې ډلې په افغانستان کي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه تنظیموي.

 

په کابل کي د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

 

طالبانو په مقابل کي پر پاکستان هم تور پورې کړی چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي او د داعش او د طالبانو د نورو مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

 

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو میاشتو کي اړیکې ترینګلې شوې دي. د پولې دواړو غاړو ته د وسله والو د فعالیتونو پر سر اختلافونو د دواړو لورو ترمنځ پوځي نښتې رامنځته کړې او پاکستان د افغانستان دننه هوايي بریدونه هم کړي دي.

 

ګوټېرېش د اکتوبر له شپږمې تر اتمې د پاکستان په رسمي سفر دی. نوموړي د زرداري ترڅنګ د پاکستان له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې لري.