د بنو د ډومېل سيمي د اکبر علي خان جومات امام ،مولانا شېر محمد، اعلان کړی دی چې خپل زوې عبدالصمد يې له يوې کالعدم ډلې سره د تړاو له امله له کورنۍ بېل کړی دی.

 

نوموړي په بنو پرېس کلب کې سره د خپلو دوو زامنو، په خبري غونډه کې وويل چې زوې يې د نافرمانۍ له امله له کورنۍ جلا شوی او له نږدې يو کال راهيسي ورسره هېڅ تماس نه لري.

 

هغه زياته کړه چې د بېلتون په اړه يې حلفي بيان اړوندو ادارو او پوليسو ته سپارلی او که د قانون له مخې یې پر زوې اقدام کېږي، نو کورنۍ يې هېڅ اعتراض نه لري.

 

مولانا شېر محمد له حکومت او امنيتي ادارو وغوښتل چې د کورنۍ نور غړي بې له دليله ونه ځورول شي او د پوليسو له ښه چلند يې مننه وکړه.