پېښور (شل نیوز) : د خیبر پښتونخوا د طبیعي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي ایم اې) ویلي چې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې له نن ،د اکتوبر د ۵مې، د شپې څخه د اکتوبر تر اوومې نېټې پورې د تېزو بادونو، تندر او برېښنا سره د بارانونو امکان شته.
د پي ډي ایم اې په وینا، په چترال، دیر، سوات، شانګله، کوهستان، بټګرام، مانسهره او اېبټاباد کې هم د تندر او برېښنا سره د بارانونو اټکل شوی دی. ادارې ویلي چې د بارانونو له امله د ورځې په مهال د تودوخې درجه د دوو څخه تر څلورو سانتي ګرېډو پورې د کمېدو امکان لري.
پي ډي ایم اې ټولو ضلعي انتظامیو ته سپارښتنه کړې چې د هوا د وضعیت له مخې له مخکې څخه حفاظتي اقدامات وکړي او په سیندونو، خوړونو او د بارانونو په اوبو د تېرېدو لارو کې څارنه زیاته کړي.
د ادارې په وینا، اړوندې ادارې باید د اوبو د ایستلو نظام پاک او فعال وساتي او د احتمالي بیړنیو حالاتو لپاره د ژغورنې کارکوونکو او اړینو وسایلو شتون هم یقیني کړي. پي ډي ایم اې له سیلانیانو غوښتي چې د بارانونو پر مهال له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او له زیات احتیاط څخه کار واخلي.
خلکو ته هم سپارښتنه شوې چې د تندر او برېښنا پر مهال خوندي ځایونو ته پناه یوسي، له برېښنايي مزو او نورو خطرناکو شیانو لرې پاتې شي او د سېلابي اوبو له داخلېدو یا د هغو له اوښتو ډډه وکړي.
د پي ډي ایم اې د معلوماتو له مخې، د صوبې د بیړنیو حالاتو عملیاتي مرکز ۲۴ ساعته فعال دی او د هوا وضعیت څاري. ادارې ویلي چې خلک د هر ډول بیړني حالت پر مهال د پي ډي ایم اې له ۱۷۰۰ شمېرې سره اړیکه نیولی شي.


شال نیوز