کابل (شال نیوز) : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا د نجونو او هلکانو پر زده‌کړو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد راتلونکی له تعلیم سره تړلی دی.

 

کرزي د اکتوبر پر پنځمه پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان ښوونکو ته د دې ورځې مبارکي ویلې او د ټولنې په روښانتیا او د راتلونکي نسل په روزنه کي یې د هغوی رول مهم بللی دی.

 

هغه ویلي، د افغانستان نارینه او ښځینه ښوونکو د لږو اسانتیاوو او سختو شرایطو باوجود د راتلونکي نسل په روزنه کي خپله دنده په ژمنتیا ترسره کړې ده.

 

کرزي ویلي، ښوونکي پر علم سمبال ځوانان روزي او تعلیم یافته نسل کولای شي د هېواد په ساتنه، پر ځان بسیا کېدو او د خلکو لپاره د باعزته ژوند په برابرولو کي مهم رول ولوبوي.

 

د نازو او درخانۍ پلار، پخوانی ولسمشر کرزی : تر هغو د طالبانو ستاینه نه کوم چې نجونې ښوونځیو ته نه وي ستنې شوې
د نازو او درخانۍ پلار، پخوانی ولسمشر کرزی : تر هغو د طالبانو ستاینه نه کوم چې نجونې ښوونځیو ته نه وي ستنې شوې
کرزي : د افغان محصلانو زده کړې دې له سیاسي اختلافونو جلا وساتل شي
کرزي : د افغان محصلانو زده کړې دې له سیاسي اختلافونو جلا وساتل شي

 

د ښوونکي نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر پر پنځمه نمانځل کېږي. یونسکو په ۱۹۹۴ کال کي دا ورځ د ښوونکو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

 

په افغانستان کي دا ورځ داسې مهال ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لا هم پر ځای دی. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کي واک ته له ستنېدو وروسته نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې او وروسته یې د نجونو او ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

 

راپورونه وايي، سږ کال یو شمېر ښوونځیو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې د نه نمانځلو لارښوونه هم شوې ده. د طالبانو حکومت تر اوسه د حامد کرزي د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.