باجوړ (شال نیوز) : د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت د باجوړ ضلعي انتظامیې په خار سول کالونۍ جرګه هال کې د ښوونکو د ستاینې غونډه کړې ده.

 

په غونډه کې د باجوړ ډپټي کمشنر عدنان فرید اپریدي، د ضلعي انتظامیې او تعلیم محکمې چارواکو، د ښوونځیو پرنسپلانو، قومي مشرانو او نارینه او ښځینه ښوونکو ګډون کړی و.

 

ډپټي کمشنر عدنان فرید اپریدي غونډې ته وویل، ښوونکي د نوي نسل په تعلیم او تربیه او د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري. د باجوړ د تعلیم محکمې چارواکو هم د ښوونکو د خدمتونو ستاینه وکړه.

 

د غونډې په پای کې د پرایمري، مډل او های سکولونو هغو نارینه او ښځینه ښوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې د چارواکو په وینا یې په خپلو دندو کې غوره خدمتونه کړي دي.

 

د ښوونکو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر پر پنځمه لمانځل کېږي.