نوښار (شال نیوز) : په نوښار کې د تحصیل میونسپل اېډمنسټرېشن، ټي اېم اې، کارکوونکو د دریو میاشتو د معاشونو نه ورکولو پر ضد احتجاج کړی او له اړوندو چارواکو یې غوښتي چې پاتې معاشونه یې ژر ورکړي.
احتجاج کوونکي وايي، له تېرو دریو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له دې امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، د کور ورځني لګښتونه پرې نه شي پوره کولای او د معاشونو ځنډ د دوی د کورنیو ژوند اغېزمن کړی دی.
کارکوونکو ویلي، منتخب استازي ورته د ستونزې د حل ډاډ ورکوي، خو د دوی په وینا تر اوسه عملي ګام نه دی اخیستل شوی. احتجاج کوونکو له اړوندو چارواکو غوښتي چې د دریو میاشتو پاتې معاشونه یې سمدستي ورکړي.
د ټي اېم اې یا صوبايي حکومت له خوا تر اوسه د کارکوونکو د دې غوښتنې په اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی.


ندیم مشواني