نواب شاه (شال نیوز) : د سند په شهید بینظیر اباد او نوشهرو فیروز ضلعو کي په درې جلا ټرافیکي پېښو کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

 

تر ټولو خونړۍ پېښه د نواب شاه دولتپور ته نږدې پر ملي لویه لاره شوې ده. پولیس او د ژغورنې چارواکي وايي، یو موټر د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی چې د یوې کورنۍ شپږ کسان پکي وژل شوي دي.

 

په وژل شویو کي دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. دغه کورنۍ د کشمور اوسېدونکې وه او حیدراباد ته روانه وه.

 

چارواکي وايي، وژل شوي کسان رحمت الله چاچړ، علي جان، عزیزان، نوران، څلور کلن شایان او ۱۵ میاشتنۍ رفیقان دي. مړي د شاهپور جهانیاں روغتیايي مرکز ته وړل شوي او وروسته کورنیو ته سپارل شوي دي.

 

پولیس وايي، د تېلو د ټانکر ډرېور له پېښې وروسته تښتېدلی او ټانکر یې نیولی دی. د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي.

 

په نوشهرو فیروز کي په یوه بله پېښه کي د یوې کورنۍ موټر له ټرېلر سره ټکر کړی چې پنځه کسان پکي وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه کسان له کنډیارو څخه حیدراباد ته د درملنې لپاره روان وو.

 

په درېیمه پېښه کي د دور سیمې ته نږدې پر مهران لویه لاره یوه ټرېلر موټرسایکل وهلی چې دوه ښځې پکي وژل شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

 

د سند اعلا وزیر مراد علي شاه د پېښو د پلټنې امر کړی او له اړوندو چارواکو یې راپور غوښتی دی. د سند پر ملي لویه لاره د ټرافیکي پېښو ترڅنګ د سړک د حالت په اړه هم له څه مودې راهیسې شکایتونه کېږي.

 

د نیشنل هایوې او موټروې پولیسو د معلوماتو له مخې، د این ـ ۵ پر ځینو برخو ترمیماتي کارونه روان دي او په ځینو ځایونو کي ټرافیک له اصلي لارې اړول شوی دی.

 

د پاکستان د قومي اسمبلۍ اړوندو کمېټو هم په وروستیو میاشتو کي د سند د لویو لارو د خراب حالت، د ترمیماتي کارونو د ځنډ او د کار د معیار په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

سند هایکورټ هم تر دې وړاندې د این ـ ۵ پر خراب حالت او پر دې لاره د ټرافیکي پېښو په اړه د یوې قضیې د اورېدو پر مهال د سړک د کارونو پر وخت د ټرافیک د خوندي انتظام غوښتنه کړې وه.

 

د مورو او هالاني ترمنځ د لویې لارې په ځینو برخو کي د سړک خراب حالت، یو طرفه شوی ټرافیک، روان ترمیماتي کارونه او د خوندیتوب د نښو کموالی له هغو ستونزو څخه دي چې موټر چلوونکي او ځایي خلک یې یادوي.

 

خو تر اوسه پولیسو نه دي ویلي چې د دولتپور د یکشنبې پېښه د خراب سړک له امله شوې ده. چارواکي وايي، د پېښې د اصلي علت د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.