د باجوړ پولیس وایي، چې ،د مې په ۷مه، د ترهګرو له لوري تښتول شوی پولیس سرتېری ، ناظم الله، وژلی شوی دی. د پولیسو په وینا د هغه مړی د باجوړ او مومند ترمنځ په غرنیو سرحدي سیمو کې موندلی شوی دی۔

 

پولیس زیاتوي چې پر ناظم الله لومړی سخت تشدد شوی او وروسته پرې ډزې شوي دي، چې له امله یې ژوند بایللی دی. د ځایي خلکو په مرسته د نوموړي مړی له سیمي څخه را انتقال شوی دی۔

 

ناظم الله د برنګ تاڼې د سند غاړه پوستې کې د پولیس سرتېري په توګه دنده ترسره کوله. د هغه مړی د پوسټ مارټم او نورو قانوني کړنلارو لپاره باجوړ ضلعي روغتون ته لېږدول شوی دی۔