هنګو (شال نیوز) : د هنګو ضلعي انتظامیې په ټوله ضلع کې دفعه ۱۴۴ نافذه کړې او د اکتوبر له درېیمې تر شپږمې یې پر شپږو مهمو سړکونو د تګ راتګ بندیز لګولی دی.
د انتظامیې په نوټیفیکیشن کې ویل شوي چې په دې موده کې به د هنګو ـ کوهاټ، سماري، دلن او ټل پر سړکونو د عامو خلکو، موټرو او موټرسایکلونو تګ راتګ بند وي.
د قانون نافذوونکو ادارو غړي او موټر له دې بندیزه مستثنا دي. انتظامیې ویلي چې بېړنیو خدماتو او اجازه لرونکو بیړنیو پېښو ته به هم د تګ اجازه وي.
انتظامیې ویلي، دا ګام د امنیتي صورتحال له امله د امن او نظم د ساتلو لپاره پورته شوی دی.


علي افضل افضال