اسلام‌اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د هند شارژدافېر احضار کړی او د هندي سرحدي ځواکونو په ډزو کې د دوو پاکستاني وګړو د وژل کېدو پر پېښه یې احتجاج کړی دی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر درېیمه ویلي، پېښه د اکتوبر پر دویمه د قصور ترڅنګ د پاکستان او هند پر نړیواله پوله د بیدیان په سیمه کې شوې ده.

 

د وزارت په وینا، هندي سرحدي ځواکونو پر درېیو پاکستاني وګړو ډزې کړې چې دوه یې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. پاکستان وايي، دغه کسان بې‌وسلې وو او هندي ځواکونو له کوم مخکیني خبرداري پرته پرې ډزې کړې دي.

 

پاکستان د وژل شویو کسانو په اړه د هند هغه دریځ هم رد کړی چې هغوی یې پولې ته د اوښتو هڅه کوونکي بللي دي.

 

د پاکستاني سرچینو له مخې، وژل شوي کسان عظمت رسول او محسن جټ نومېدل او دواړه د قصور د لدهړ سیمې اوسېدونکي وو. سرچینې وايي، درې واړه کسان د پولې له یوې نښې څو قدمه وړاندې تللي وو، خو د اغزن تار د اوښتو هڅه یې نه وه کړې.

 

د پاکستان حکومت له هند غوښتي چې د پېښې سمدستي، رڼه او باوري څېړنه وکړي، د مسوولو کسانو پر وړاندې قانوني او انضباطي اقدام وکړي او د څېړنو پایلې له اسلام‌اباد سره شریکې کړي.

 

هندي رسنیو بیا د پېښې په اړه بېل روایت خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه کسان د هند خاورې ته د ننوتلو هڅه کوله. تر اوسه د دواړو لورو د دغو متضادو روایتونو خپلواکه تایید نه دی شوی.