بغلان (شال نیوز) : په بغلان ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور، چې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

 

د بغلان ولایت د مقام د رسنیز دفتر په وینا، لومړۍ پېښه د پلخمري ښار اړوند د سنګ‌سلاخ په سیمه کې د یوه موټرسایکل او کرولا موټر د ټکر له امله شوې، چې په پایله کې یې د موټرسایکل چلوونکي د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یوه ښځه مړه او نهه نور کسان، د دوو نارینه‌وو او اوو ماشومانو په ګډون، ټپیان شوي دي.

 

ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د دواړو پېښو د رامنځته کېدو د لاملونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.