نیویارک (شال نیوز) : د پاکستان د ملګرو ملتونو کلب د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان له تلونکي استازي، سفیر عاصم افتخار احمد سره د مخه ښې مېلمستیا وکړه.
دا مېلمستیا د نیویارک په هارورډ کلب کې جوړه شوې وه، چې د پاکستان یو شمېر ډیپلوماتانو او د کلب غړو پکې ګډون وکړو. د کلب مشر، پخواني سفیر قاضي شوکت فرید او جنرل سیکرټري غلام غوث د کلب په استازیتوب د سفیر عاصم افتخار احمد د کار او همکارۍ ستاینه وکړه.
هغوی وویل، عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان د استازولۍ او هلته د پاکستاني کارکوونکو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.
قاضي شوکت فرید او غلام غوث د هغه د مرستې او همکارۍ مننه وکړه او د پاکستان د خارجه سیکرټري په توګه یې په نوې دنده کې ورته د کامیابۍ هیله وکړه.
سفیر عاصم افتخار احمد په خپلو لنډو خبرو کې د قاضي شوکت فرید، غلام غوث او د پاکستان د ملګرو ملتونو د کلب له غړو مننه وکړه، چې د ده لپاره یې د مخه ښې مېلمستیا جوړه کړې وه.
هغه په اسلاماباد کې د نویو ذمهوارو د اخیستو په مناسبت د کلب د غړو د نېکو هیلو مننه هم وکړه. په دې مېلمستیا کې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان د استازي مرستیال، سفیر عثمان جدون او په نیویارک کې د پاکستان کونسل جنرل عامر احمد اتوزي هم ګډون وکړو.
عاصم افتخار احمد د پاکستان د نوي خارجه سیکرټري په توګه د خپلې دندې د پیلولو لپاره اسلاماباد ته ځي.


شال نیوز