د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ د خېبر پښتونخوا صوبایي ویاند ،بلال فیضي، شال نیوز ته ویلي دي چې د ټانک په صفدر کلي کې ناڅرګنده کسانو د ریسکیو ۱۱۲۲ درې کارکوونکي تښتولي دي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د مې په ۷مه، د ټانک ـ ډېره اسماعیل خان پر سړک د شهید مرید اکبر تاڼې په حدودو کې رامنځته شوې، چرته چې وسلوالو ناکه لګولې وه او د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي یې له خپل شخصي کلټس موټر سره یو نامعلوم ځای ته بوتلل.

 

بلال فیضي وایي، چې په تښتول شویو کسانو کې د ریسکیو ۱۱۲۲ سینئر انچارج وقاص عالم، کلرک مدثر او ډرایور افتخار شامل دي.

 

پولیس وايي چې د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم دغه سیمي ته رسېدلي او ټوله سیمه یې کلابنده کړې ده او د کارکوونکو د خوشي کېدو لپاره یې د لټون عملیات هم پېل کړي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې زمه واري نده منلې.