کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي پر کونړ او هلمند د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کي د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده پر چوپتیا سختې نیوکې کړې دي.
ستانکزي د جمعې، د اکتوبر پر دویمه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو مشر «په خپله او نورو طالبانو پر خوله مهر لګولی» او د پاکستان بریدونه او د ملکي وګړو مرګژوبله ورته عادي شوې ده.
هغه پر طالبانو تور پورې کړی چې د خلکو پر ځپلو بوخت دي، د زده کړو او پرمختګ دروازې یې تړلې او هېواد یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
ستانکزي ویلي: «د هېواد مشکل یوازې په پیغامونو نه حل کېږي، اول باید خپلو کي یو موټی شو.» هغه زیاته کړې چې افغانان باید له قومي او ژبني سپکاوي ډډه وکړي او د هېواد د ملي ګټو لپاره سره یو ځای شي.
نوموړي ویلي، طالبان باید د افغان ولس غوښتنو ته غاړه کېږدي. د هغه په وینا، که افغانان سره یو موټی شي، پاکستان به هم دا جرئت ونه کړي چې «په خلاص مټ په هېواد کي مداخله وکړي او خلک ووژني.»
ستانکزي د پاکستان پر سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد به د افغانستان په وړاندې له دې تګلارې سره «ځان تباه کړي.»
تر اوسه د طالبانو حکومت د ستانکزي دغو څرګندونو ته ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی.
ستانکزي تر دې وړاندې هم پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو مخالفت کړی او ویلي یې وو چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او ملکي مرګژوبله د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او بېباوري لا ژوروي.


شال نیوز