لاهور (شال نیوز) : د لاهور هایکورټ د یوه وکیل د ورور د مبینه پولیس مقابلې د وژنې په قضیه کي د اېس اېچ او په ګډون د پنځو نومول شویو کسانو د ضمانت غوښتنې رد کړې دي، چې وروسته پولیسو هغوی نیولي دي.

 

د قضیې د اورېدنې پر مهال د عدالت په انګړ کي د وکیلانو او پولیسو ترمنځ لفظي شخړه هم شوې او د لنډ وخت لپاره حالات ترینګلي شوي دي. د وژل شوي کس وکیل ورور هم د قضیې په اړه خپل دریځ وړاندې کړی دی.

 

تر اوسه د مبینه پولیس مقابلې د پېښې بشپړ جزیات او د پولیسو رسمي دریځ نه دی روښانه شوی. د پېښې په اړه وروستۍ پرېکړه به د عدالتي کارروایۍ او پلټنو له بشپړېدو وروسته څرګنده شي.