واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا اړوند د دژې غوندې په سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو یو کس وژل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، وژل شوی کس د کلتوتۍ اوسېدونکی صدیق، چې په «مدد بابا» مشهور و، د کرمزخېلو له قبیلي څخه و.
د سرچینو په وینا، صدیق «مدد بابا» په تېر وخت کې له پخوانۍ «امن کمېټې» سره تړاو درلود. تر اوسه د ډزو د پېښې د څرنګوالي، د برید د انګېزې او د برید کوونکو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د پېښې له امله په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه هم نور جزیات نه دي ورکړل شوي.


ظفر وزير