يېښور (شال نیوز) : د پېښور په حیات اباد کې د اقرا پوهنتون د زده کوونکو د احتجاج پر مهال د پوهنتون امنیتي ساتونکو هوايي ډزې کړې دي. پولیس وايي، د اکتوبر پر ۲مه زدهکوونکو د پوهنتون دننه د اسانتیاوو د نشتوالي په اعتراض کې مظاهره کوله، چې د احتجاج پر مهال هوايي ډزې وشوې.
د پولیسو په وینا، په پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې او وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او وضعیت یې کنټرول کړ. پولیس وايي، په پېښه کې د ډزو کوونکي کسان نیول شوي او احتجاج کوونکي زدهکوونکي وروسته له سیمې منتشر شوي دي.
د پوهنتون یو استاد، چې له شال نیوز سره یې خبرې کړې، ویلي چې زدهکوونکو په هاسټل کې د برېښنا د نشتوالي، د خوړو د کیفیت او د لوړو فیسونو پر ضد احتجاج کاوه. د نوموړي په وینا، د زدهکوونکو د احتجاج پر مهال د پوهنتون څوکیدارانو هوايي ډزې وکړې.
تر اوسه د پوهنتون د ادارې له خوا د پېښې او د زدهکوونکو د ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.


شال نیوز