زابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني پوځي چارواکي جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي، ځواکونو یې د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په مربوطاتو کي د طالبانو یو غړی وژلی چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د قبر د ساتنې مسوول و.

 

متحدې جبهې ویلي، عملیات د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ، د تلې پر نهمه ترسره شوي او وژل شوی کس «بلال» نومېده. د جبهې په وینا، بلال له «ابوبکر شبکې» سره تړاو درلود او د ملا محمد عمر د قبر د ساتنې مسوولیت یې پر غاړه و.

 

جبهې د عملیاتو یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د امنیتي او پوځي جوړښتونو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. د بلال هویت، له «ابوبکر شبکې» سره د هغه تړاو او د ملا عمر د قبر د ساتنې مسوولیت هم تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.

 

متحدې جبهې د اګست په لومړۍ نېټه د طالبانو پر ضد د وسله والو عملیاتو د پیل اعلان کړی و او له هغه وروسته یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د بریدونو مسوولیت منلی دی. د سپتمبر پر ۲۹مه یې په غور کي د طالبانو د والي پر دفتر د برید مسوولیت هم منلی و.