واڼا (شال نیوز) : د پاکستان د خېبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان لوئر په مرکز واڼا کي د «انصاف مشترکه وزیرستان ټرانسپورټ» نوی اډه پرانیستل شوې ده.
د پرانیستې په مراسمو کي د سیمې مشرانو، د سیاسي ګوندونو استازو، ټرانسپورټرانو، ټولنیزو کسانو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.
د ټرانسپورټ ادارې استازو ویلي، د نوي اډې موخه د واڼه او نورو سیمو ترمنځ د مسافرو تګ راتګ اسانه کول او د موټرو لپاره منظم ځای برابرول دي.
دوی ویلي، هڅه کوي چې مسافرو ته پر وخت او منظم ټرانسپورټ برابر کړي او د اړتیا له مخې به په راتلونکي کي دا خدمت نورو سیمو ته هم وغځوي.
په مراسمو کي ویناوالو وویل، د واڼه او شاوخوا سیمو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ لپاره منظم او خوندي ټرانسپورټ ته اړتیا ده.
تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې له نوي اډې به کومو ښارونو او سیمو ته موټر ځي، کرایې به څومره وي او هره ورځ به څومره موټر فعالیت کوي.


ظفر وزير