بنو (شال نیوز) : د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د بنوں ضلعې د احمدزۍ تاڼې په حدودو کي د بای خېل له سیمې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي. د پولیسو سرچینو شال نیوز ته ویلي، د وژل شویو کسانو پېژندنه د حضر علي د ګلابت خان زوی، کامران، رحمت الله او ابوذر په نومونو شوې ده.
د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا څلور واړه څو ورځې مخکې له خپل موټر سره د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي وو. له هغې وروسته له دوی سره اړیکه پرې شوې وه او د کورنیو غړو یې د موندلو هڅې کولې.
پولیس وايي، د څلورو واړو مړي د بای خېل په سیمه کي موندل شوي او روغتون ته لېږدول کېږي، چې هلته به قانوني او طبي چارې ترسره شي.
تر اوسه پولیسو دا نه دي ویلي چې دغه کسان په کوم وخت، په څه ډول او ولې وژل شوي دي. دا هم نه ده روښانه شوې چې د دوی هغه موټر چې ورسره تښتول شوي وو، موندل شوی که نه.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی. پولیسو هم د تښتونې او وژنې تر شا د کومې ډلې یا کسانو نوم نه دی اخیستی. شال نیوز به د پولیسو د پلټنو او د پېښې په اړه د نورو کره معلوماتو له ترلاسه کېدو سره دا راپور تازه کړي.


صفدر داوړ