ناګویا (شال نیوز) : پاکستاني نښه ویشتونکي غلام مصطفی بشیر د اسیايي لوبو د نارینه‌وو د ۲۵ مېټره چټکو ډزو په سیالۍ کي د برونزو مډال ګټلی دی.

 

بشیر د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ، په فاینل کي ۲۲ بریالۍ نښې ووهلې او درېیم مقام یې خپل کړ. د سویلي کوریا لي ګن هیوک په دې سیالي کي د سرو زرو مډال وګاټه، په داسې حال کي چې د چین لوبغاړي د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

 

غلام مصطفی بشیر له دې مخکې هم په نړیوالو سیالیو کي د پاکستان استازیتوب کړی او د ۲۵ مېټره چټکو ډزو په برخه کي د دغه هېواد له مخکښو لوبغاړو شمېرل کېږي. د هغه برونزي مډال د پاکستان د اسیايي لوبو د مډالونو په شمېر کي یو بل مډال ورزیات کړ.