په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) د مې په ۷مه، د سختې ګرمۍ په اړه خبرداری جاري کړی دی. ادارې ويلي دي، چې د خېبر پښتونخوا په مېداني سيمو کې به په راتلونکو څو ورځو کې د ګرمۍ شدت زيات شي او د تودوخې درجه به د معمول نه لوړه وي.

 

د پي ډي اېم ای له مخې، د صوبې په سویلي ضلعو کې د تودوخې درجه تر ۴۷ سانټي ګریډه پورې رسېدلی شي، په داسې حال کې چې په مرکزي او شمالي ضلعو کې د ۳۹ نه تر ۴۳ سانټي ګرېډه پورې د تودوخې امکان څرګند شوی دی.

 

ادارې دا هم ويلي چې د سختې ګرمۍ له امله د ګرد او تېزو بادونو امکان شته. ولس ته سپارښتنه شوې ده، چې د ورځې په ګرمو وختونو کې ،بغېر کومې اړتیا، له کوره د وتلو نه ډډه وکړي، زياتې اوبه وڅښي او د ګرمۍ نه د ځان ساتنې لپاره احتياطي تدابير خپل کړي.