پخواني صوبایي وزیر ،محمد اقبال وزیر ،د مې په ۷مه، په میرام شاه کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال په صوبايي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي ،نیک محمد، او د تحریک انصاف پر پخوانیو نوماندانو د سختې درغلۍ تورونه ولګول.
اقبال وزیر وویل چې د ۱۰۴ او ۱۰۳ انتخابي حلقو سره تړلي د تحریک انصاف مشرانو د بزګرانو لپاره د ورکړل شوو کرنیزو مرستو په وېش کې د خپلو خپلوانو طرفداري کړې او د غریبو او مستحقو خلکو حقونه یې ترې اخیستي دي. هغه زیاته کړه چې که څه هم په سرکاري کاغذونو کې هر څه سم ښکاري، خو په اصل کې پر ځمکه څه هم نه شته.
نوموړي دا کار د بزګرانو پر حقونو په رڼا ورځ ډاکه وبلله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دې لویې بدعنوانۍ سمدستي او رښتینې پلټنې وکړي او ککړ کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
اقبال وزیر خبرداری ورکړ، چې د شمالي وزیرستان د خلکو د حقونو لپاره به په هر ځای او هر فورم خپل غږ پورته کوي. تر دا مهال د صوبايي اسمبلۍ غړي ،نیک محمد، او نورو په دې اړه څه غبرګون نه دې ښودلی.
شال نیوز په دې اړه د هغوي هر دريځ او ځواب خپرولو ته چمتو دی.

صفدر داوړ