میرام شاه (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د وزیر سب ډویژن په یوه لرې پرته غرنیزه سیمه کي د څلورو کسانو مړي موندل شوي چې له تېرو څلورو، پنځو ورځو راهیسې له خپل موټر سره لادرکه وو.
پولیسو په لومړنیو معلوماتو کي ویلي چې وژل شوي کسان د ډوګر عمرزي اوسېدونکي وو او پېژندګلوي یې د حضر علي، کامران، رحمت الله او ابوذر په نومونو شوې ده.
د کورنیو غړي وايي، څلور واړه کسان څو ورځې وړاندې په موټر کي وتلي وو، خو وروسته ورسره اړیکه پرې شوې وه او د ځای په اړه یې معلومات نه وو.
د پولیسو د سرچینو په وینا، د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ پر ورځ د وزیر سب ډویژن د خړ سیند، برګنتو په غرنیزه سیمه کي د انسانانو پاتې شوني او د موټر نښې موندل شوې. پولیس وايي، لومړني شواهد ښيي چې ښايي موټر د اېښودل شوي بم په چاودنه کي لګېدلی وي.
پولیسو ویلي، لا پلټنې روانې دي او تر بشپړې څېړنې مخکې په کره توګه نه شي ویل کېدای چې چاودنه څنګه شوې او بم چا اېښی و.
دا سیمه غرنیزه او تګ راتګ ورته ستونزمن دی. د سیمې د امنیتي حالاتو له امله هم د پېښې په اړه معلومات سمدستي نه وو ترلاسه شوي. د څلورو کسانو کورنیو له څو ورځو راهیسې د هغوی لټون کاوه.
د خړ سیند او برګنتو په شاوخوا سیمو کي په وروستیو کي د وسله والو فعالیتونه او د امنیتي ځواکونو عملیات زیات شوي دي. د ناامنۍ له امله د سیمې یو شمېر کورنۍ هم خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د څلورو کسانو د مړینې له خبر وروسته د سیمې خلکو او د هغوی خپلوانو د پېښې د بشپړې پلټنې او د عامو خلکو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او پولیس وايي، پلټنې روانې دي.


صفدر داوړ