اربیل / واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا پوځ وايي، له عراقه یې د خپلو ځواکونو او پوځي وسایلو ایستل بشپړ کړي او په دغه هېواد کي د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ۱۲ کلن پوځي ماموریت ختم شوی دی.

 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، د سپټمبر پر ۳۰مه له اربیل هوايي اډې د امریکايي ځواکونو او وسایلو وروستۍ ډله ووتله. له دې سره په عراق کي د «عزم راسخ» په نوم هغه پوځي ماموریت پای ته ورسېد چې په ۲۰۱۴ کال کي د داعش پر ضد پیل شوی و.

 

فاکس نیوز د وروستیو امریکايي ځواکونو د وتلو تصویرونه هم خپاره کړي دي. د امریکا دفاع وزارت ویلي، له اربیل څخه وتل له عراق سره د پوځي اړیکو د نوي پړاو برخه ده او د عراق د امنیت اساسي ذمه واري اوس د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو ده.

 

خو د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ پراخ ماموریت په سیمه کي نه دی ختم شوی. د «عزم راسخ» ګډ ځواک خپل مرکز اردن ته انتقال کړی او امریکايي ځواکونه په سوریه کي هم د داعش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

 

امریکايي ځواکونه په ۲۰۰۳ کال کي پر عراق تر یرغل وروسته دغه هېواد ته داخل شوي وو. په ۲۰۱۱ کال کي یې ډېری ځواکونه ووتل، خو په ۲۰۱۴ کال کي د داعش له پراخېدو وروسته د عراق د حکومت په غوښتنه امریکايي او ائتلافي ځواکونه بیا ورستانه شول.