سوات (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې د بحرین سیمې په مدین پیا جرو کې د دوو موټرو د ټکر له امله یوه ښځه او یوه ماشومه وژل شوې او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ سوات ادارې په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ژغورنې طبي ډله د پېښې ځای ته رسېدلې ده. د ریسکیو چارواکو ویلي، ټپیانو ته یې په سیمه کې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې مدین روغتون ته لېږدولي دي.

 

د پېښې له امله د وژل شوې ښځې او ماشومې مړي هم مدین روغتون ته انتقال شوي دي. تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.