هرات (شال نیوز) : د افغانستان د هرات ولایت په اسلامکلا بندر کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ د تېلو ټانکرونه په بشپړ ډول سوځېدلي او درې نور زیانمن شوي دي.
د هرات امنیه قوماندانۍ د پنجشنبې، د اکتوبر لومړۍ نېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اور د چهارشنبې په شپه د اسلامکلا بندر په هغه برخه کې لګېدلی چې د تېلو ټانکرونه پکې ولاړ وو.
د چارواکو په وینا، د اور له لګېدو وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسېدې او د څو ساعتونو هڅو وروسته یې اور مهار کړ. امنیه قوماندانۍ وايي، اور تر شاوخوا نهو بجو پورې دوام وکړ او نورو برخو ته یې د خپرېدو مخه ونیول شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۵ ټانکرونه په بشپړ ډول سوځېدلي او درې نور زیانمن شوي دي. تر اوسه په پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
چارواکو د اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي. د هرات امنیه قومانداني وايي، د پېښې د رامنځته کېدو د علت او د اوښتو مالي زیانونو د کره اندازې معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
اسلامکلا د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه دی او هره ورځ د تېلو او نورو سوداګریزو توکو ګڼ موټر او ټانکرونه له دې لارې تګ راتګ کوي.
په اسلامکلا کې تر دې وړاندې هم د تېلو د ټانکرونو د اورلګېدنې لویې پېښې شوې دي. د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې په دغه بندر کې یوې سترې اورلګېدنې لسګونه ټانکرونه او باروړونکي موټر وسوځول او پراخ مالي زیانونه یې واړول.
د هرات چارواکي وايي، د دې تازه پېښې په اړه به د پلټنو له بشپړېدو وروسته نور معلومات خپاره کړي.


شال نیوز