هرات (شال نیوز) : د افغانستان د هرات ولایت په اسلام کلا سرحدي بندر کي د چهارشنبې، د سپټمبر ۳۰مې پر ورځ اور لګېدلی دی.
د هرات د اور وژنې ادارې ویلي، د پېښې له راپور وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د اور د مهارولو هڅې یې پیل کړې دي. په ټولنیزو رسنیو کي خپرې شوې ویډیوګانې د بندر له یوې برخې څخه لوګي او لمبې ښيي.
تر اوسه چارواکو په رسمي ډول نه دي ویلي چې اور د بندر په کومه برخه کي پیل شوی، څه شي یې لامل شوی او څومره مالي زیان یې اړولی دی. د احتمالي ځاني زیان په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
اسلامکلا د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده او هره ورځ پرې د تېلو، ګازو او نورو سوداګریزو توکو لویه اندازه لېږدول کېږي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیالۍ هم د سپټمبر پر ۳۰مه ویلي چې په اسلامکلا بندر کي د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو د تېلو او ګازو د زېرمو د جوړولو طرحه د تایید وړ بلل شوې ده.
د دغې ادارې په وینا، خصوصي سکټور به د تېلو او ګازو د بارولو، تشولو او زېرمه کولو اسانتیاوې جوړوي. د اورلګېدنې د علت او زیانونو په اړه نور رسمي معلومات لا تمه کېږي


شال نیوز