مسکو (شال نیوز) : د روسیې دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد یوه «توپولف-۹۵» ستراتیژیکه بم غورځوونکې الوتکه د روسیې په لرې ختیځ امور سیمه کې لوېدلې چې د عملې شپږ غړي یې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت په وینا، په الوتکه کې اووه کسان سپاره وو او ټپي شوی کس روغتون ته وړل شوی دی. پېښه د سې شنبې، د سپتمبر ۲۹مې پر ورځ د کراسنویاروو کلي ته نږدې شوې ده. الوتکه د «اوکراینکا» له پوځي هوايي اډې تر پورته کېدو لږ وروسته لوېدلې ده.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، الوتکې روزنیز پرواز کاوه او وسلې او مهمات ورسره نه وو. الوتکه په داسې سیمه کې لوېدلې چې خلک پکې نه اوسېږي. سیمه ییزو چارواکو ویلي، عملې هڅه کړې وه چې الوتکه له استوګنیزو سیمو لرې کړي.
د پېښې کره علت لا نه دی اعلان شوی. د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو یوه څېړونکې ډله سیمې ته استول شوې ده. ځینو روسي راپورونو تخنیکي ستونزه د پېښې احتمالي علت بللی، خو رسمي څېړنې لا روانې دي.
«توپولف-۹۵» د روسیې له مهمو اوږد واټن ستراتیژیکو بم غورځوونکو الوتکو څخه ده او د اټومي وسلو د لېږد وړتیا هم لري. روسیې دغه ډول الوتکې د اوکراین په جګړه کې د اوږد واټن کروز توغندیو د توغولو لپاره هم کارولې دي.


شال نیوز