واڼا (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوز سویلي وزیرستان د واڼې تحصیل په کړي کوټ سیمه کې ځايي سرچینې وايي، د یوې ناقانونه وسله والې ډلې یوه قوماندان خلکو ته خبرداری ورکړی چې له ماښام وروسته دې له کورونو نه وځي.

 

د سرچینو په وینا، دغه خبرداری د کړي کوټ د شهید موړ او شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته شوی او ویل شوي، که څوک له ماښام وروسته بهر ولیدل شي، ډزې به پرې وشي.

 

شال نیوز تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې چې دا خبرداری د کومې وسله والې ډلې له خوا ورکړل شوی او نه هم د سیمې پولیسو یا انتظامیې په دې اړه رسمي بیان موندل شوی.

 

شهید موړ د کړي کوټ له هغو سیمو دی چې تر دې مخکې هم پکې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د مارچ په میاشت کې پولیسو ویلي وو چې په همدې سیمه کې یو روغتیايي کارکوونکی د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی و.