د خیبر پښتونخوا د ایکسائز، ټیکسیشن او نارکوټکس کنټرول محکمې په ټوله صوبه کې د ناثبت شوي موټرو، موټرسایکلونو او د ټوکن ټیکس نه ورکونکو پر ضد د عملیاتو پېلولو اعلان کړی دی.


د چارواکو له خوا ،د مې په ۶مه، د خپرې شوې یوې اعلامیې ترمخه، د موټرو مالکانو ته وروستی خبرداری هم ورکړل شوی دی چې که غواړي له قانوني ستونزو ځان وساتي، نو زر تر زره دې خپل وسایط ثبت کړي.


د ایکسائز محکمې په وینا، ټولې هغه موټرې او موټرسایکلونه چې تر اوسه ثبت نه دي، باید سمدستي ثبت شي. همدارنګه هغه کسان چې د خپلو وسایطو ټوکن ټیکس یې نه دی ورکړی، هغوي ته هم ویل شوي دي چې خپل بقایا جات زر تر زره ادا کړي.


چارواکي وایي چې د دې کمپاین پر مهال به په سړکونو سختې تلاشۍ کېږي او د قانون نه سرغړونه کوونکو پر ضد به کلک ګامونه اخیستل کېږي. د هغوي په خبره، موټر به ضبط شي او پر مالکانو به درنې جرمانې ولګول شي.


د ایکسائز محکمې له خلکو غوښتنه کړې چې د ستونزو نه د ځان ساتلو لپاره قانوني شرطونه پوره کړي او خپل ټیکسونه پر وخت ادا کړي، تر څو نه یوازې له جرمانو وژغورل شي، بلکې د حکومت عواید هم زیات شي.

 

د یادونې وړ ده چې د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو، سوات او ملاکنډ ډوېژن کې په عمومي توګه ناثبت شوې موټرې کارولی کیږي او د ځایي خلکو د روزکار لویه برخه دغه موټرو سره تړلې ده.

د دې نه مخکې هم د حکومت لخوا د ناثبت شوي موټرو پرضد د اقدام کولو له امله د دغه سیمو ولس راپارېدلی و او سخت غبرګون یې ښودلی و.