نیویارک (شال نیوز) : وال سټریټ جرنل د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې په نوي راپور کي وايي، منځګړي هڅه کوي ایران د خپل اټومي پروګرام په برخه کي نوی رعایت ومني، څو له امریکا سره خبرې بېرته پیل او د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

 

راپور دا یوه سخته هڅه بللې ده، ځکه تهران او واشنګټن لا هم د احتمالي موافقې پر مهمو شرطونو اختلاف لري. په ورته وخت کي اکشیوس د امریکايي او سیمه‌ ییزو سرچینو له قوله وايي، قطر د دواړو خواوو ترمنځ خپل منځګړیتوب ته دوام ورکړی او د ایران او امریکا استازو ته یې د جوړجاړي یوه نوې طرحه سپارلې ده.

 

د راپور له مخې، د امریکا اداره غواړي ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه رعایتونه ومني. ایران بیا غواړي چې د هرمز تنګي پرانیستل، د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري بندیز ختمول، د تېلو پر خرڅلاو د بندیزونو نرمول او په سیمه کي اوربند هم د موافقې برخه وي.

 

ایران وړاندې وړاندیز کړی و چې هرمز تنګی به پرانیزي او له امریکا سره به اټومي خبرې په اوو ورځو کي بېرته پیل کړي، خو په بدل کي یې د امریکا د سمندري بندیز ختمول، د تېلو پر خرڅلاو د بندیزونو نرمول او په سیمه کي د اوربند غوښتنه کړې وه.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې، د سپټمبر ۲۶مې پر ورځ د ایران دا وړاندیز رد کړ، خو د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې پر ورځ یې وویل چې تمه لري په روانه اوونۍ کي له ایران سره نورې خبرې وشي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي چې تهران لا د خبرو دروازه نه ده تړلې، خو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره پر خپلو شرطونو ولاړ دی.

 

د راپورونو له مخې، د قطر منځګړي ښايي د دوشنبې، د سپټمبر ۲۸مې پر ورځ له عباس عراقچي او د امریکا له ځانګړي استازي سټیو وېټکوف سره جلا جلا وګوري. تر اوسه څرګنده نه ده چې ایران به د خپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا غوښتل شوی نوی رعایت ومني که نه.