اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د ولسمشر ویاند ،مرتضی سولنګي، د طالبانو له خوا د کابل د نیولو د ۳۰مې کلیزې په مناسبت پر طالبانو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې هغوی په ۱۹۹۶ کال کې تر واکمنېدو وروسته افغانستان د افغانانو لپاره پر «ژوندي دوزخ» بدل کړ.

 

سولنګي پر اېکس لیکلي، طالبانو د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه کابل ونیو او د ده په وینا، د خپل لومړي پنځه کلن واک پر مهال یې نه یوازې افغانان له سختو حالاتو سره مخ کړل، بلکې اسامه بن لادن او نورو بهرنیو وسله والو ته په پناه ورکولو سره یې د نړۍ لپاره هم ګواښ رامنځته کړ.

 

هغه ویلي، طالبان په اګست ۲۰۲۱ کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او ادعا یې کړې چې د دوی اوسنی واک د افغانانو، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره بیا ستونزې پیدا کړې دي. دا د سولنګي څرګندونې او د پاکستان د حکومت دریځ دی. طالبانو تر اوسه د نوموړي دغو تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.

 

د سولنګي څرګندونې پر داسې ورځ شوې چې د طالبانو له خوا د کابل د لومړي ځل نیولو پوره ۳۰ کاله کېږي. طالبانو د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه کابل ونیو. د ملګرو ملتونو د هغه وخت د رسمي ریکارډ له مخې، وسله وال د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د ملګرو ملتونو هغه ودانۍ ته ننوتل چې پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله له ۱۹۹۲ کال راهیسې پکي پناه اخیستې وه.

 

د ملګرو ملتونو په وینا، نجیب الله په زور له ودانۍ وایستل شو او څه موده وروسته یې ورور شاهپور احمدزی هم له هماغه ځایه یووړل شو. سهار د دواړو مړي د کابل په اریانا څلورلارې کي ځړول شوي وموندل شول. ملګرو ملتونو هغه مهال دا پېښه د خپلې ودانۍ د خوندیتوب ښکاره سرغړونه بللې وه.

 

د طالبانو لومړی واک تر ۲۰۰۱م کال پورې دوام وکړ. هغوی د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه یو ځل بیا کابل ونیو او له هغه راهیسې پر افغانستان واکمن دي.