کرمه (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، د یکشنبې، د سپټمبر ۲۷مې په سهار د کرمې پر سرحدي سیمو له افغانستانه د طالبانو له خوا پر پاکستاني پوستو ډزې شوې دي. د سرچینو په وینا، په نښته کي سپکې او درنې وسلې کارول شوې او پاکستاني ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي.

 

پاکستاني امنیتي سرچینې ادعا کوي چې د دوی په ځوابي بریدونو کي د افغانستان په اړخ کي د طالبانو پوځي پوستې او مورچې په نښه شوې او یو شمېر طالب سرتېرو خپلې پوستې پرېښې دي.

 

تر اوسه د افغانستان طالبانو د کرمې د دې تازه نښتې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی او د پاکستاني سرچینو د ادعاوو خپلواکه پخلی هم نه دی شوی.

 

کرمه : پاکستانۍ سرچینې وايي له افغان ځواکونو سره پر پوله ډزې شوې
کرمه : پاکستانۍ سرچینې وايي له افغان ځواکونو سره پر پوله ډزې شوې
بلوچستان ـ ډیورنډ کرښه: پاکستان وايي په چمن سیکټر کې یې د افغان طالبانو پوستې ویشتلې
بلوچستان ـ ډیورنډ کرښه: پاکستان وايي په چمن سیکټر کې یې د افغان طالبانو پوستې ویشتلې

 

د کرمې پر پوله دا نښته په داسې وخت کي شوې چې په وروستیو ورځو کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

 

پاکستان وايي د افغانستان له خاورې ورته امنیتي ګواښونه متوجه دي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي د افغانستان د خاورې او حاکمیت د دفاع حق لري.