پېښور (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او سېنېټر ،ایمل ولي خان، د ډېره اسماعیل خان د درازندې د امن مېلې برید ته په غبرګون کي ویلي، وفاقي او صوبايي حکومتونه دې د ناامنۍ پر سر یو بل ملامتول پرېږدي او د خلکو د امنیت مسوولیت دې ومني.

 

ایمل ولي خان ویلي، خېبر پښتونخوا د ناامنۍ له سخت پړاو تېرېږي او خلک هره ورځ د بریدونو او تاوتریخوالي له پېښو سره مخ دي. هغه د درازندې برید «د ریاست ناکامي» بللې او ویلي یې دي چې د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومتونو مسوولیت دی.

 

ډېره اسماعیل خان کې چاودنه؛ د مړو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی
ډېره اسماعیل خان کې چاودنه؛ د مړو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی

 

ایمل ولي خان د برید د قربانیانو د لېږد پر امبولانس برید هم غندلی او ویلي یې دي چې د خېبر پښتونخوا خلک نورې جنازې نه شي زغملی.

 

هغه له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي چې د امنیت پر مسئله د یو بل د ملامتولو پر ځای د خلکو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.