ډېره اسمعیل خان (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د درازندې سیمې د «امن مېلې» ته څېرمه د پولیسو، کسټم ایکسایز او ایف سي په ګډ چیک پوسټ کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.
د شال نیوز د خبریال ،عدنان بیټني، د تازه معلوماتو له مخې، ،د سپتمبر په ۲۶مه، شوي برید کې په وژل شویو کسانو کې درې ښځې، دوه مزدوران او ۱۵ د پولیسو او کسټم ایکسایز اهلکار شامل دي.
تر دې وړاندې د ژغورنې ادارې «ریسکیو ۱۱۲۲» ویلي وو چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ادارې ویلي چې ټپیانو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ادارې کارکوونکو د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي هم له سیمې ایستلي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ په خبره، د ژغورنې په عملیاتو کې شپږ امبولانسونه، د اور وژنې یو موټر او له ۲۵ ډېر کارکوونکي بوخت دي.
ځايي سرچینو دعوه کړې چې مبینه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر هغه مهال له چیک پوسټ سره وجنګاوه چې هلته ګڼ شمېر موټرې ولاړې وې. خو شال نیوز د دې دعوې خپلواک تایید نه دی کړی او تر اوسه د پولیسو او حکومت له خوا د چاودنې د څرنګوالي او علت په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.
د ریسکیو ډلې په وینا، د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي او وضعیت له نږدې څارل کېږي. دپېښې د مرګ ژوبلې، څرنګوالي او نورو جزیاتو رسمي او سرکاري تایید لا ندی شوی.


عدنان بېټنی