اورکزي (شال نیوز) : د اورکزو پولیس وايي، د کلایې تاڼې اړوند په ګویین سیمه کې ،د سپتمبر په ۲۵مه، د نشي موادو د یو پلورونکي د نیولو پر مهال ډزې شوې او یو کس وژل شوی دی.

 

د اورکزو د پولیسو مشر شوکت علي وايي، پولیسو غوښتل عطاءالله ونیسي، چې د پولیسو په وینا د «ایس» په نوم نشي مواد یې پلورل. هغه وايي، عطاءالله د نیولو پر مهال پر پولیسو ډزې وکړې او پولیسو هم ځوابي ډزې وکړې.

 

د پولیسو په وینا، عطاءالله په ډزو کي ژوبل شو او روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې ساه ورکړه. پولیس وايي، د هغه دوه ملګري له سیمې تښتېدلي او د نیولو لپاره یې لټون روان دی.

 

د پولیسو مشر شوکت علي ویلي، د «ایس» په ګډون د نشه‌يي موادو د پلورونکو پر ضد به د پولیسو عملیات دوام ولري. د پېښې په اړه تر اوسه د پولیسو له څرګندونو پرته د بلې خپلواکې سرچینې معلومات نه دي خپاره شوي.