کرمه (شال نیوز) : د کرمې ضلعې د پاړه چمکني قامونو یوې جرګې له ځايي انتظامیې سره د سیمې پر امنیت، پرمختیايي پروژو، روغتیا او تعلیم خبرې کړې دي.

 

جرګه د صوبايي اسمبلۍ د غړي حاجي ریاض شاهین په مشرۍ د سدې په کمشنر کمپاونډ کې شوې چې د مرکزي کرمې اسسټنټ کمشنر صاحبزاده عقیل جاوید او د پاړه چمکني قامي مشرانو پکې ګډون کړی و.

 

د جرګې ګډونوالو ویلي، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به له امنیتي ځواکونو، پولیسو او ځايي انتظامیې سره همکاري کوي. په غونډه کي د هغو امنیتي کسانو لپاره دعا هم شوې چې د دندې پر مهال وژل شوي دي.

 

قامي مشرانو د پاړه چمکني د سیمې یو شمېر ولسي ستونزې هم د انتظامیې مخې ته ایښې دي. په دغو کې د ګنډاو او آروزه پلونو لپاره د پیسو برابرول، د مخړاني روغتون د اسانتیاوو زیاتول، په سکولونو کې د استادانو کموالی او د هغوي حاضري او د فرنیچر نشتوالی شامل دي.

 

جرګې دغه راز د روغتیا او مالدارۍ د محکمو د کارکوونکو د حاضرۍ او په روغتیايي مرکزونو کي د درملو د کموالي موضوعات هم راپورته کړي دي.

 

د مرکزي کرمې اسسټنټ کمشنر صاحبزاده عقیل جاوید ویلي، انتظامیه به د دغو ستونزو د حل هڅه کوي. د هغه په وینا، ډپټي کمشنر فهد وزیر د مرکزي کرمې او په ځانګړي ډول د پاړه چمکني سیمو پرمختیا ته پاملرنه کوي.

 

هغه ویلي، د پرمختیايي کارونو لپاره په سیمه کي امن او د خلکو او انتظامیې ترمنځ همکاري ضروري ده. د جرګې مشرانو هم ویلي چې د سیمې د ستونزو د حل او پرمختیايي کارونو لپاره به له ځايي انتظامیې سره همکاري کوي.