واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې ځايي سرچینې وايي، ،د سپتمبر په ۲۵مه، ناڅرګنده وسله والو پر موټرسایکل سپرو دوو کسانو ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، وژل شوي کسان عبدالله د محمد نور زوې او ناور خان د محمد خان زوې نومېدل او دواړه د شین ورسک اوسېدونکي وو. عبدالله د مرکزخېل قام غړی بلل شوی دی.
سرچینې وايي، دواړه پر موټرسایکل روان وو چې ناڅرګنده وسله والو پرې ډزې وکړې. د پېښې وروسته د هغوي مړي د پوسټ مارټم لپاره د ضلعې مرکزي روغتون ته وړل شوي دي. د سیمې سرچینې وايي، عبدالله د روغتیا په محکمه کې د کلرک په توګه دنده ترسره کوله.
تر اوسه پولیسو د برید د انګېزې او بریدګرو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه دي خپاره کړي او کومې وسله والې ډلې هم د پېښې مسوولیت نه دی منلی.
ځايي اوسېدونکي وايي، په برمل او شاوخوا سیمو کې د هدفي وژنو او تښتونو پېښو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. هغوي له حکومت او امنیتي چارواکو غوښتي چې د خلکو د خونديتوب لپاره اقدامات زیات کړي او د وژنو او تښتونو مخه ونیسي.


ظفر وزير