نیویارک (شال نیوز) : د نیویارک په منهټن کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته څېرمه د اسراییلو د وزیراعظم ،بنیامین نتنیاهو، د وینا پر ضد د فلسطین د ملاتړو په لاریون کې له ۱۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

 

رویټرز وايي، لاریون د «سولې لپاره د یهودانو غږ» یا جېوېش وایس فار پیس په نوم د فلسطین ملاتړي یهودي سازمان جوړ کړی و. شاوخوا ۲۰۰ کسان د ملګرو ملتونو دفتر ته نږدې راټول شوي وو او ګڼو یې داسې کمیسونه اغوستي وو چې د جګړې او وسلو د بندولو او د فلسطین د ملاتړ پیغامونه پرې لیکل شوي وو.

 

لاریون ،د سپتمبر په ۲۴مه، د منهټن د فرسټ اېونیو او ختیځ ۳۹م سړک په سیمه کې شوی و، چې د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر څخه څو بلاکونه واټن لري. مظاهره چیان پر سړک کښېناستل او ترافیک یې بند کړ.

 

پولیسو د لوډسپیکر له لارې هغوي ته د سړک د پرېښودو خبرداری ورکړ. یو شمېر کسان د سړک غاړې ته لاړل، خو نور پر ځای ناست پاتې شول او پولیسو یې نیول پیل کړل. رویټرز په لومړنیو معلوماتو کې د لږ تر لږه ۳۰ کسانو نیول تایید کړي وو، خو د لاریون تنظیموونکي وايي د نیول شویو ټول شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.

 

په نیول شویو کسانو کې د اوسکار جایزې ګټونکې امریکايي اداکاره سوزن سرنډن، اداکاره هانا اینبایندر، د نیویارک د ښار شورا غړی چي اوسې او کانګرس ته نومانده داریالیزا اویلا شیوالیر هم شامل وو.

 

د راپورونو له مخې، پولیسو پر سړک ناست لاریونوال یو په بل پسې پورته کړل، لاسونه یې په پلاستیکي تړونکو ورشا وتړل او د پولیسو موټرو ته یې انتقال کړل. لاریونوالو د نیولو پر مهال هم د فلسطین په ملاتړ شعارونه ورکول.

 

د «سولې لپاره د یهودانو غږ» سازمان له امریکا غوښتنه کوله چې اسراییلو ته د وسلو او پوځي مرستو ورکول بند کړي. لاریونوالو داسې شعارونه هم ورکول چې له حکومت څخه یې غوښتل پر خلکو پیسې ولګوي، نه پر بمونو.

 

په همدې سیمه کې د فلسطین د ملاتړ نورو ډلو هم جلا مظاهرې کړې وې. په لاریونونو کې یهودي، فلسطیني او د نیویارک د بېلابېلو ټولنو غړو ګډون کړی و.

 

مظاهرې په داسې وخت کې وشوې چې بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوله. د هغه د وینا پر مهال د یو شمېر هېوادونو استازو هم تالار پرېښود. نتنیاهو په خپله وینا کې د اسراییلو د پوځي اقداماتو دفاع وکړه او د غزې د جګړې په تړاو یې پر اسراییلو لګېدلي تورونه رد کړل.