خیبر (شال نیوز) : د خیبر ضلعې د تیراه درې ته د بې‌ ځایه شویو کورنیو د ستنولو لپاره د اکتوبر ۱۰مه ټاکل شوې او چارواکي وايي، کورنۍ به په پړاوونو کې خپلو سیمو ته ستنېږي.

 

د سرچینو په وینا، په دې اړه د ۲۴ کسیزې کمېټۍ غړو د تیراه میدان دوره کړې او هلته یې د پاکستان پوځ د ۲۷ بریګېډ له کمانډر او د خیبر له ډپټي کمشنر سره د ستنېدو او بیا ابادۍ پر انتظاماتو خبرې کړې دي.

 

په غونډه کې پرېکړه شوې چې د شپږو اپریدي قامونو د بې‌ ځایه شویو کورنیو ستنېدل به د اکتوبر پر ۱۰مه پېل شي. په لومړي پړاو کې به هره ورځ له ۵۰ تر ۸۰ کورنیو پورې ستنېږي او وروسته به د انتظاماتو او اسانتیاوو په پام کې نیولو سره دا شمېر زیاتېږي.

 

سرچینې وايي، چې د ستنېدو په بهیر کې به د ټولو اړوندو قامونو کورنۍ شاملې وي. پر ځای د دې چې لومړی د یو قام ټولې کورنۍ ستنې شي، هره ورځ به له بېلابېلو قامونو څخه کورنۍ ټاکل کېږي.

 

خیبر : امنیتي چارواکي وايي، تیراه له وسله‌ والو طالبانو پاکه شوې؛ د بې‌ ځایه شویو د ستنېدو لپاره خوندي ده
خیبر : امنیتي چارواکي وايي، تیراه له وسله‌ والو طالبانو پاکه شوې؛ د بې‌ ځایه شویو د ستنېدو لپاره خوندي ده

 

د تیراه د بازارونو د بیا پرانیستلو او سوداګریزو فعالیتونو د بحالولو لپاره به د دوکاندارانو نوملړونه هم جوړېږي. چارواکي به په دې برخه کې د هر قام له مشرانو سره مشورې کوي.

 

ټاکل شوې چې د اکتوبر تر ۱۰مې مخکې په خیبر هاوس کې یوه بله جرګه هم وشي چې پکې به د کورنیو د ستنېدو طریقه، د هغوي ټاکل، د اړتیا وړ سامان او نور انتظامات وروستي شي.

 

سرچینې وايي، که د ستنېدو پر مهال کومه ستونزه پیدا کېږي، چارواکي او د اړوندو قامونو مشران به یې د ګډو مشورو له لارې د حل هڅه کوي.