اورکزي (شال نیوز) : د اورکزو پولیس وايي، د سپتمبر په ۲۴مه، د رنګین خېل پر سړک له یو موټر څخه ۸۰ کیلوګرامه چرس نیولي او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

 

د اورکزي د پولیسو مشر شوکت علي ویلي، د مشتي مېلې تاڼې پولیسو د یو ویګو موټر د پلټنې پر مهال د موټر په پټو برخو کې د چرسو ۸۰ پاکټونه موندلي، چې ټول وزن یې ۸۰ کیلوګرامه ښودل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، نیول شوي کس پر ضد مقدمه درج شوې او نورې پلټنې ترې روانې دي. شوکت علي ویلي، پولیس به د نشه يي موادو د خرڅوونکو او قاچاق کوونکو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د نیول شویو نشه يي موادو د وزن او د پولیسو د نورو جزیاتو پخلی نه دی کړی.