واشنګټن : د امریکا یو وفاقي قاضي ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، ته حکم کړی چې د سي اېن اېن، اېم اېس ناو او پولیټیکو خبریالانو ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ اجازه بېرته ورکړي. د واشنګټن د وفاقي عدالت قاضي ټیموتي کیلي ویلي، پر دغو دریو رسنیو د ټرمپ له خوا لګول شوی بند ښيي د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.
ټرمپ د سپتمبر پر ۱۸مه اعلان کړی و چې د دغو رسنیو خبریالانو ته به سپینې ماڼۍ ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي. یوه ورځ وروسته د دوي خبریالان سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو منع شول او د خبریالۍ کارتونه یې غیر فعال یا ترې واخیستل شول.
ټرمپ ویلي وو چې دغه رسنۍ د ده په اړه ناسم خبرونه خپروي. د هغه حکومت د بندیز د دفاع لپاره د ملي امنیت دلیل هم وړاندې کړی و.
سي اېن اېن، اېم اېس ناو او پولیټیکو بیا په ګډه وفاقي عدالت ته عریضه وکړه. دوی وویل، د دوي د خبریالانو مخنیوی د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د امریکا د اساسي قانون له لومړي تعدیل سره په ټکر کې دی. دوي دا هم ویلي چې له بندیز مخکې ورته د خپل دریځ د وړاندې کولو قانوني موقع نه وه ورکړل شوې.
د امریکا د انصاف وزارت وکیلانو په عدالت کې استدلال کړی و چې سپینې ماڼۍ ته ورتګ حق نه، بلکې امتیاز دی او ولسمشر د رسنیو د لاسرسي د محدودولو واک لري.
خو قاضي کیلي د قضیې د اورېدنې پر مهال ویلي وو چې موجودې عدالتي فیصلې د خبریالۍ د کارت له لغوه کولو مخکې د قانوني بهیر غوښتنه کوي او داسې نه ښکاري چې درې واړو رسنیو ته د سپینې ماڼۍ د پرېکړې د ننګولو مناسب فرصت ورکړل شوی وي.
د قاضي د حکم له مخې به د سي اېن اېن، اېم اېس ناو او پولیټیکو خبریالانو ته سپینې ماڼۍ ته لاسرسی بېرته ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د بندیز پر ضد د دوي اصلي قضیه لا هم روانه ده.


شال نیوز