خوست (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، د سپتمبر پر ۲۴مه، په خوست ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د حافظ ګل بهادر ډلې یو مهم قومندان عبدالولي داوړ وژل شوی دی.
دغو سرچینو ویلي چې عبدالولي داوړ د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د بریدونو او ځانمرګو بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.
خو د نوموړي د وژل کېدو خپلواک تایید تر اوسه نه شته. د طالبانو حکومت، د حافظ ګل بهادر ډلې او کومې معتبرې خپلواکې نړیوالې سرچینې تر دې دمه د عبدالولي داوړ د وژل کېدو پخلی نه دی کړی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي دي چې پاکستان د افغانستان دننه پر لسو ځایونو هوايي او بې پیلوټه بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په نښه شوي ځایونه د بې پیلوټه الوتکو د ساتلو او پورته کولو لپاره کارېدل. پاکستان د دغو بریدونو د احتمالي مرګ ژوبلې یا د وژل شویو کسانو نومونه نه دي اعلان کړي.
د خوست د والي ویاند ،مستغفر ګربز، بیا ویلي چې د سپتمبر پر ۲۴مه شاوخوا درې نیمې بجې د ګربزو ولسوالۍ ګلان کمپ، د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ او د خوست ښار مرکز ته نږدې ځینې سیمې په هوايي بریدونو کې په نښه شوې دي. هغه ویلي چې په دغو بریدونو کې مرګ ژوبله نه ده شوې.
د عبدالولي داوړ د وژل کېدو په اړه د پاکستاني سرچینو دعوه په داسې حال کې شوې چې د بریدونو د ځایونو او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه د پاکستاني او افغان سرچینو معلومات یو له بل سره توپیر لري.


شال نیوز