کابل : د طالبانو حکومت وايي، چې د سپتمبر پر ۲۴مه پاکستاني ځواکونو د افغانستان په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي چې ،د دوي په وینا، څلور افغان ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو تازه بیان کې دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې افغانستان به یې په وړاندې «مناسب ځواب» ورکړي. مجاهد د څلورو وژل شویو کسانو د هویت او د وژل کېدو د دقیقو ځایونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
پاکستان هم د افغانستان دننه د بریدونو پخلی کړی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، پاکستان په افغانستان کې لس ځایونه په هوايي او ډرون بریدونو ویشتي دي.
د هغه په وینا، دغه ځایونه د هغو ډرونونو د ساتلو او لېږلو لپاره کارېدل چې اسلام اباد وايي د سپتمبر پر ۲۳مه له افغانستانه پاکستان ته استول شوي وو. د پاکستان دا دعوه تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
طالبانو د ډرونونو په اړه د پاکستان دعوه رد کړې ده. ذبیح الله مجاهد په خپل تازه بیان کې ویلي چې اسلام اباد د دې دعوې په وسیله د افغانستان دننه د بریدونو د توجیه کولو هڅه کوي.
له خوست څخه د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي چې د سهار شاوخوا درې نیمې بجې په ګربزو، اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو او د خوست مرکز ته نږدې سیمو بریدونه شوي وو.
هغه ویلي وو چې هلته مرګ ژوبله نه وه شوې. په پکتیا کې سرچینو ویلي چې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو یوه برخه په نښه شوې، او په کندهار کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
تر دې دمه په خپلواکه توګه دا نه ده روښانه شوې چې طالبانو یاد کړي څلور ملکي کسان په کوم ځای کې وژل شوي او ایا دا شمېر د ټولو دریو ولایتونو ګډ تلفات دي که د یوه مشخص برید. پاکستان بیا وايي بریدونه یې پر پوځي هدفونو متمرکز وو.


شال نیوز