هرمز تنګی (شال نیوز) : د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو اداره، یو کې اېم ټي او، وايي چې د سپتمبر پر ۲۳مه په هرمز تنګي کې یوه باروړونکې بېړۍ د ناپېژانده مرمۍ په لګېدو په نښه شوې او اور پرې لګېدلی دی.

 

د عمان د سمندري امنیت مرکز په وینا، په نښه شوې بېړۍ «کېپ داو» نومېږي او د انټیګوا او باربودا بیرغ یې درلود. پېښه د عمان د مسندم سیمې شاوخوا دوه نیم سمندري میله لرې شوې ده.

 

د راپورونو له مخې، له برید وروسته د بېړۍ د انجن په برخه کې اور ولګېد. د عمان شاهي سمندري ځواک ۲۷ کسان له بېړۍ وایستل. یو سمندري کارکوونکی وژل شوی دی. د هند سفارت ویلي چې وژل شوی کس هندی و.

 

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې په لومړنیو معلوماتو کې د دوو کسانو د مرګ یا ژوبلې خبر ورکړی و، خو دا یې نه وو روښانه کړي چې هغوي وژل شوي او که ژوبل دي. ادارې ویلي چې ټول عمله له بېړۍ ایستل شوې او چارواکي د پېښې پلټنه کوي.

 

تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده ثابته شوې چې پر بېړۍ برید چا کړی دی. دا خبره هم له خپلواکو سرچینو نه ده تایید شوې چې بېړۍ پر «غیرمجازې او ناامنه لارې» روانه وه.

 

دا په وروستیو څو ورځو کې په هرمز تنګي کې د بېړیو د امنیت اړوند بله پېښه ده. د نړیوال سمندري سازمان د معلوماتو له مخې، د سپتمبر پر ۲۱مه «اېل ار سټېفني» او «ال مریه» بېړۍ هم په هرمز تنګي کې زیانمنې شوې وې. په «اېل ار سټېفني» کې دوه سمندري کارکوونکي ژوبل شوي وو.

 

رویټرز د سمندري معلوماتو په حواله ویلي دي چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ په وروستیو ورځو کې کم شوی دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده.

 

د نړیوال سمندري سازمان د سپتمبر تر ۲۳مې معلومات ښيي چې په هرمز تنګي او د منځني ختیځ په اړوندو سمندري سیمو کې ۸۴ پېښې تایید شوې او لږ تر لږه ۲۳ سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.