اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان اف سپنر بالر ،ابرار احمد، د نړیوال کرکټ کونسل (ایي سي سي) په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان پیژندل شوی او پیاوړی سپینر ،راشد خان، شاته کړی او په لومړي ځل د ۲۰ اووریزو سیالیو د نړۍ تر ټولو غوره بالر مقام ترلاسه کړی دی.

 

د ایي سي سي له خوا ،د سپتمبر په ۲۳مه، په خپرو شویو تازه شمېرو کې، د پاکستان دغه ځوان سپینر د سږکال په اوږدو کې د خپل ښه او دوامداره فعالیت له امله لومړی مقام ترلاسه کړی. نوموړي په روان کال کې په ۹ شل اووریزو نړيوالو لوبو کې ۱۵ ویکټې اخیستې دي.

 

د استرالیا په وړاندې په وروستۍ کورنۍ لړۍ کې هم ابرار احمد په دریو لوبو کې ۶ لوبغاړي وسوځول، چې د هغه په درجه بندۍ کې یې څرګند پرمختګ رامنځته کړ.

 

ابرار احمد نه یوازې په شل اووریزو لوبو کې، بلکې د یو ورځنیو نړيوالو سیالیو په درجه بندۍ کې هم په دویم مقام کې ځای لري، چې په دې توګه نوموړی د محدودو اوورونو په دواړو بڼو کې د کرکټ په کچه د پام وړ او ځلېدونکی ستوری جوړ شوی دی.

 

د ایي سي سي د نړۍ وال نمبر ون رتبې له ترلاسه کولو وروسته، ابرار احمد وویل چې له هغه وخته چې د پاکستان په ملي ټیم کې شامل شوی، دا یې هیله وه چې يوه ورځ د نړۍ لومړی نمبر بالر شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه بریا د هغه د بې سارې هڅې او پرله پسې زیار پایله ده.

 

د ۲۰ اووریزو سیالیو نوي نمبر ون بالر څرګنده کړه چې اوس یې راتلونکی هدف په اسیايي لوبو کې ښه ځلېدل او د خپل هېواد لپاره د سرو زرو مډال (ګولډ میډل) ګټل دي.