بونیر (شال نیوز) : د بونیر په پیربابا سیمه کې پولیس وايي، په پاچا بازار کې ،د سپتمبر په ۲۳مه، الله اکبر جومات ته څېرمه نامعلومو موټرسایکل سپرو پر یوه موټر ډزې کړې دي چې له امله یې عبدالروف خان وژل شوی او اقبال نومی کس ژوبل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، بریدګر تر ډزو وروسته پر موټرسایکل له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وايي، له ځایه یې شواهد راټول کړي او د برید د علت او د بریدګرو د پېژندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.

 

عبدالروف خان د سلطان وس اوسېدونکی و. نوموړی د صدارتي تمغه شجاعت ترلاسه کوونکي عبدالرشید خان، د انصاف لایرز فورم بونیر ضلعې مشر معتبر خان اېډوکېټ او د انصاف ټیچرز اېسوسي اېشن بونیر ضلعې مشر حیدر علي ورور و.

 

پولیسو تر اوسه د برید د علت په اړه څه نه دي ویلي.